کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نوین الحق د وروستیو ۲ څلوریزو په وهلو سره خپله لوبډله بریالۍ کړه
نوین الحق مرید

نوین الحق د وروستیو ۲ څلوریزو په وهلو سره خپله لوبډله بریالۍ کړه

نوین الحق مرید د ویټالیټي بلاسټ په پرونۍ لوبه کې د وروستیو دوه څلوریزو په وهلو سره خپله لوبډله بریالۍ کړه، هغه پرون په توپ اچونه کې هم ښه ځلېدلی و او ۳ لوبغاړي یې سوځولي و.

په ویټالیټي بلاسټ کې پرون دغه لوبه د ناټینګهم شایر او لیسټر شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې لیسټر شایر پچه وګټله او لومړی یې ناټینګهم شایر ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ناټینګهم شایر په ۱۹.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې جو کلارک ۵۷، بین ډوکیټ ۴۵ او سمیت پټیل ۲۶ منډې وکړې. د لیسټر شایر له خوا نوین الحق او کولین اکرمن ۳-۳ او ګیوین ګریفیتس ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۷۴ منډو هدف د لیسټر شایر لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې د ۲ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه. په وروستيو دوه توپونو نوین الحق پرلپسې دوه څلوریزې ووهلې او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

د لیسټر شایر له خوا جوش انګلیس ۴۲، ارون لیلي ۴۲، کولن اکرمن ۲۲ او نوین الحق ۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ناټینګهم شایر له خوا سټیوین ملاني ۳ او کالوین هاریسون ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ارون لیلي ته ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې د ۳ نورو لوبغاړو په سوځولو سره د نوین الحق ټولې ویکټې ۲۴ شوې او په ویټالیټي بلاسټ کې تر ټولو مخکښ توپ اچونکی دی، له هغه وروسته بیا جیک بال او کارلوس بریتویټ ۱۸-۱۸ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …