کورپاڼه / خپلواک / درجه بندۍ کې د مجيب پرمختګ او راشد ته يې خطر
مجيب الرحمان

درجه بندۍ کې د مجيب پرمختګ او راشد ته يې خطر

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ نومبر ۲۰۱۹): افغان ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې بېساری پرمختګ وکړ او دويم مقام يې خپل کړ.

د افغانستان او ويسټ انډيز سياليو کې د ويسټ انډيز پر وړاندې مجيب الرحمان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په تازه درجه بندۍ کې نوموړي ځان دويم مقام ته ورساوه.

تر دې مخکې مجيب الرحمان په دغه درجه بندۍ کې په نهم مقام و، چې د اوسني پرمختګ سره يې مچل سانتنر، عماد وسيم، اېډم زامپا، انډيلي فيهلوکوايو، عادل رشيد او شاداب خان تر شا پرېښودل، همدا راز افغان لوبډلمشر راشد خان ته يې هم د خطر زنګ وواهه، ځکه چې راشد خان اوس په لومړي او مجيب الرحمان په دويم مقام شو.

درجه بندي

افغان لوبډلمشر راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې د ۷۴۹ امتيازونو په لرلو سره لومړی مقام لري، همدا راز مجيب الرحمان بيا ۷۴۲ امتيازونه لري، چې تر راشد خان يوازې ۷ امتيازونه وروسته دی او که چېرته په راتلونکو لوبو کې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي، نو ښايي چې تر راشد خان لومړی مقام واخلي.

د يادولو ده چې مجيب الرحمان په يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې هم پرمختګ کړی دی او د توپ اچونکو په برخه کې له ۵م مقام څخه دريم مقام ته تللی دی، هلته بيا راشد خان په ۱۱م مقام کې دی.

د نړيوالې شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې بيا د الراونډرانو په برخه کې افغان تجربه لرونکی لوبغاړی محمد نبي لومړی مقام لري، او حضرت الله ځاځی بيا د توپوهونکو په برخه کې په شپږم مقام باندې ولاړ دی.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …