کورپاڼه / جالب / ولې له واده وروسته ځینې نارینه چاغېږي؟

ولې له واده وروسته ځینې نارینه چاغېږي؟

له واده وروسته ډېری نارینه چاغېږي او په بدني لحاظ هغوی ډېر ښه او صحت مند هم ښکاري، خو ځینې وختونه یې ملګري او د کورنۍ غړي پر هغوی ملنډې او مسخرې کوي.

ځینې ورته وایي چې یاره! ډېره خوشحاله ښکارې، لکه چې میرمن دې ښه خوندور خواړه پخوي او …. خو په حقیقت کې له واده وروسته چاغېدل یا خېټه غټېدل عامه ستونزه ګڼل کېږي، چې ساینس هم منلې ده.

د ټوډی طبي ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي، کله چې میرمنې امیندوارې شي نو د حمل اغېزې یې نیغ په نیغه یاهم په نامستقیم ډول په نارینه پرېوځي.

راپور زیاتوي کله چې د حمل اغېزې پر نارینه وو پرېوځي نو د هغوی د (بي ایم ای انډیکس) ډېرېږي، چې بیا یې په همدې سبب د بدن وزن زیاتېږي او د چاغښت یا د خېټې د راوتلو لامل کېږي.

ویل کېږي چې دغه ستونزه ترټولو وړاندې نارینه اغېزمنوي چې بیا یې یا ډېره یا لږه خېټه راوځي، خو ددې سربېره نامنظم خوراک هم د چاغښت لامل کېږي او ښه ګډ ژوند هم د چاغښت له اسبابو څخه دی.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …