کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ په تېره میاشت کې (۲.۹) میلونه اکونټونه بند کړي

وټساپ په تېره میاشت کې (۲.۹) میلونه اکونټونه بند کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د نوې معلوماتي ټیکنالوژۍ د قوانینو یا اصولو له مخې په لومړي راپور کې ویلي چې دوی د میاشتې په دوران کې ۲.۹ میلونه اکونټونه بند کړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د فیسبوک د ملکیت لاندې د پیغام رسونې اپلیکیشن وایي چې دغه اکونټونه د میې له پنځلسمې څخه د جون تر پنځلسمې نیټې پورې بند شوي دي.

وټساپ د هغه اکونټونو په اړه تفصیلات خپاره کړي، چې د بندیزونه ښکار وي، یاده اداره وایي چې په دې اکونټونه کې پنځه نوي سلنه هغه اکونټونه دي چې پرته له اجازې یاهم د ډېرو پیغامونو په سزا کې بند شوي، چې (سپیم) ورته ویل کېږي.

وټساپ زیاتوي چې دوی غواړي چې په اوسط ډول په اته میلونه اکونټونو بندیز پورې کړي او دغه لړۍ به جریان ولري.

همدغه راز په دې دوران کې د بې شمېره ادارو له لورې د شکایاتونو او ستونزو د په نښه کولو لړۍ هم جریان لري.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …