کورپاڼه / هنر او کلتور / بهارتي سینګ، چې د خندا ملکه هم ورته وایي، د ژوند له ترخو شېبو یې پرده پورته کړه

بهارتي سینګ، چې د خندا ملکه هم ورته وایي، د ژوند له ترخو شېبو یې پرده پورته کړه

نوموتې هندي کومیډنه یا مسخره کوونکې اداکاره بهارتي سینګ، چې هر وخت یې د خلکو پر څېر مسکا خوره کړې، د خپل ژوند له ترخو اړخونو یې پرته پورته کړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې خلک په دې نه پوهېږي، چې د خلکو پر څېرو مسکا خورونکې بهارتي سینګ په ډېر غربت کې را لویه شوې. نوموړې په دې اړه له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د ژوند په لومړیو کې یې ډېر ستونزې ګاللي او حتی تر دې چې له مالګې سره به ډوډۍ خوړله.

بهارتي سینګ وایي چې مور به یې په نورو کورونو کې کار کاوه او دوی به له مالګې سره ډوډۍ خوړله. نوموړې له منیش پال سره په خبرو کې ویلي چې یو وخت داسې هم و چې په کور کې به یې د خوراک لپاره هیڅ نه ول او نن هم د هغې کورنۍ له ښه ژوند سره عادت نه ده.

هغې منیش پال ته وویل چې ورور یې په یو دوکان او مور او خور یې د کمپلو ګنډلو په شرکت کې کار کاوه او دغه راز مور یې د خلکو په کورونو کې هم کاوه او پخلی به یې کاوه.

بهارتي سینګ وایي چې:(( هغوی به کله ناکله په کور کې کمپلې ګنډلې، نو کور ته به مې د تګ لپاره زړه نه کېده، له ملګرو سره به په لیلیه کې پاتې کېدم او ډوډۍ به مې خوړله. ما فکر کاوه که چېرته کور ته لاړه شم نو بیابه له غربت سره مخ یم نو ځکه به دلته په تیاره کې اوسېدم.))

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …