کورپاڼه / بېلا بېل / په سعودي عربستان کې یوه نوې تاریخي موندنه شوې

په سعودي عربستان کې یوه نوې تاریخي موندنه شوې

په سعودي عربستان کې هغه تاریخي ډبرې موندل شوي، چې له میلاد څخه وړاندې د شپږمې پیړۍ په نیمایي کې د بابل بادشاهۍ پورې اړه لري او نقشې پرې جوړې شوي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه تاریخي موندنې د سعودي عرب په حایل ښار کې شوي. د یاد هیواد د کلتور وزیر شهزاده بندر بن فرحال پر وینا چې دا د بابل د بادشاه نابونید پورې تړاو لري.

بل لوري د سعودي عربستان لرغون پېژندونکې وایي چې د هیواد په شمال کې یې د حایل ښار کې داسې ډبرې ترلاسه کړي، چې له میلاد څخه شپږ نیمې پېړۍ وړاندې د بابل بادشاه نابونید پورې اړه لري.

د سعودي د کلتور وزارت وایی چې له دې موندنې ثبوت ترلاسه کېږي چې د عربو ټاپو لرغوني ختیځ ته نږدې د ډېرو تمدنونو په جوړولو او ښکلي کولو کې تاریخي رول لوبولی.

لرغون پېژندونکې وایي چې په یوه ډېره یې داسې نقش موندلی چې په هغې کې د بابل بادشاه نابونید ولاړ وي او د هغه ترمخ بې شمېر مذهبي نښې لېدل کېږي او په دې ډېرو څه شی لیکل شوی هم دي، چې د لوستلو لپاره یې هڅې روانې دي.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …