کورپاڼه / ريکارډونه / ایون لیویس په لږو لوبو کې د (۱۰۰) شپږیزو وهلو ریکارډ پخپل نوم کړ

ایون لیویس په لږو لوبو کې د (۱۰۰) شپږیزو وهلو ریکارډ پخپل نوم کړ

د ویسټ انډیز تکړه لوبغاړي ایون لیویس په لږو شل اوریزو لوبه کې د (۱۰۰) شپږیزو وهلو ریکارډ پخپل نوم کړ.

ایون لیویس د استرالیا سره شل اوریزو لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې ستر ریکارډ پخپل نوم کړ، هغه په ۴۲ پاڼو کې د (۱۰۰) شپږیزو په وهلو لومړنی لوبغاړی شو چې ډېر په لږو لوبو کې ډېرې شپږیږې وهي.

له ایون لیویس وړاندې دغه ریکارډ د ګریس ګیل په نوم و او ګریس ګیل د شپږیزو سلیزه بیا په ۴۹ لوبو کې وهلې چې اوس په دې نوملړۍ دویم ځای لري.

دغه راز په دې نوملړ کط دریم مقام د نیوزیلینډ لوبغاړي کولن مینرو خپل کړی او په ۵۷ لوبو کې یې د شپږیزو سلیزه وهلې او ترڅنګ په څلورم مقام کې د استرالیا ارون فینچ او پنځم مقام کې د نیوزیلینډ ګوپټل ځای لري چې په ترتیب یې په ۷۰ او ۷۲ لوبو کې د شپږیزو سلیزې لري.

د یادولو وړ ده چې ایون لیویس د استرالیا په وړاندې د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې ډېر ښه وځلیده او په ۳۴ توپونو یې د ۹ شپږیږو او ۴ څلورو په وهلو ۷۹ تېزې منډې وکړې او غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا هم ولولئ

پاکستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

محمد حفیظ په ۴ اورونو کې د ۶ منډو په ورکړې یو لوبغاړی وسوځاوه او …