کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چینایي شرکت شیاومي له ایپل څخه دویم مقام خپل کړ

چینایي شرکت شیاومي له ایپل څخه دویم مقام خپل کړ

د روان کال په دویمه درې میاشتنۍ کې چینایي شرکت شیاومي په دې وتوانېده، چې امریکایي شرکت ایپل شاته پرېږدي او دویم مقام ترې وګټي.

د کینالیز د یو راپور له مخې ویل کېږي چې ځیرک موبایلونو جوړونکې چینایي شرکت شیاومي په نړیوال بازار کې په ۱۷ سلنه ونډې سره د ایپل شرکت شاته پرېښوده.

راپور زیاتوي چې په دویمه درې میاشتنۍ کې شیاومي د بازار په ونډه کې ۸۳ سلنه زیاتوالی راغلی، ۱۷ سلنه ونډه یې ترلاسه کړې او له امریکایي شرکت ایپل څخه یې دویم مقام خپل کړی دی.

سامسینګ په دې دوران کې پنځلس سلنه پرمختګ کړی، چې په همدې سبب په نړۍ لومړنی هغه شرکت ګڼل شوی چې ترټولو ډېر موبایلونه یې جوړ کړي دي. سامسینګ په بازار کې ۱۹ سلنه ونډې ترلاسه کړي چې له شیاومي دوه سلنه ډېر ګڼل کېږي او لومړی مقام یې خپل کړی.

ایپل شرکت په بازار کې د ۱۴ سلنه ونډې په ترلاسه کولو دریم مقام خپل کړی، په څلورم مقام کې بیا اوپو د ۱۰ سلنه ونډې او ویوو بیا د ۱۰ سلنه ونډې په ترلاسه کولو پنځم مقام خپل کړی.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …