کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د کاروونکو د محرمیت د ساتلو لپاره نوی فیچر وړاندې کړی

ګوګل د کاروونکو د محرمیت د ساتلو لپاره نوی فیچر وړاندې کړی

آیا کله مو پر ګوګل له یو څه پلټولو وروسته فکر کړی چې کاش! یو داسې اپشن یا بټن وای، چې په مرسته یې په ډېرې آسانۍ او سمدستي توګه د سرچ یا پلټنې له تاریخچې هغه ډیلیټ کړو.

که چېرته له دا ډول فکرونه سره مخ شوي یئ نو په دې اړه ښه خبر دادی چې ګوګل د خپلو کاروونکو د آسانتیا لپاره د محرمیت اړوند یو نوی فیچر رامنځته کړی.

ددې نوي فیچر په مرسته د ګوګل کاروونکې کولی شي چې له موبایل څخه د پلټنې هغه تاریخچه له منځه یوسي چې په وروستیو پنځلس دقیقو کې سرچ شوي وي.

راپورونه وایي چې دغه اپشن له دې وړاندې په محدود ډول وړاندې شوی و، خو اوس د ټولو کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی.

د یادولو وړ ده چې ګوګل اوسمهال دغه نوی اپشن د ای او ایس کاروونکو لپاره وړاندې کړی او هیله ښودل شوې چې د روان کال تر اخره به یې اندراید ته هم وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …