کورپاڼه / خپلواک / د سيد شېرزاد پر ځای دولت ځدراڼ په لوبډله کې اخيستل شوی
سيد شېرزاد او دولت ځدراڼ

د سيد شېرزاد پر ځای دولت ځدراڼ په لوبډله کې اخيستل شوی

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ۴ ورځنۍ تمريناتي لوبې لپاره د سيد احمد شېرزاد پر ځای اوس دولت ځدراڼ اخيستل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې افغان ملي لوبغاړی دولت ځدراڼ به د ویسټ انډیز پر وړاندې په راتلونکې څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه کې د سید شېرزاد پر ځای په لوبه کې ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه په خپاره شوي خبر کې ويل شوي دي، سید شېرزاد په هندوستان کې د تمریناتو پر مهال ټپي شوی او د اړوند ډاکټر له لوري ورته د دوه اونیو د استراحت سپارښتنه شوې ده.

په دغه خبر کې زياته شوې ده، چې نجات مسعود هم د غوراوي کمېټې له لوري د ویسټ انډیز پر وړاندې د یادې تمریناتي لوبې لپاره غوره شوی دی.

د یادولو ده چې د ویسټ انډیز پر وړاندې څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه به د روانې نومبر میاشتې په ۲۰مه پیل چې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي او له دغو لوبو به د ویسټ انډیز پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره بریالي لوبغاړي غوره شي او ترڅنګ به یې یوازېنۍ لوبې ته یو ښه چمتووالی هم واوسي.

افغانستان او ويسټ انډيز د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې، چې په يو ورځنيو لوبو کې ويسټ انډيز ۳-۰ په بريا خپله کړه او په شل اوريزه لوبلړۍ کې افغانستان ۲-۱ په بريا خپله کړه. همدا راز د دواړو لوبډلو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه به د نومبر په ۲۷مه نېټه پيل شي چې د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …