کورپاڼه / بېلا بېل / آیا غواړئ د چا په زړه کې ځای جوړ کړئ؟ له دې طریقې ګټه پورته کړئ

آیا غواړئ د چا په زړه کې ځای جوړ کړئ؟ له دې طریقې ګټه پورته کړئ

آیا تاسې له چاسره مینه لرئ او غواړئ چې په زړه کې یې مینه کړئ؟ که ځواب مو (هو) وي نو په دې یوې میرمنې ډېره آسانه لار ښودلې، چې پر وینا کې سل سلنه اغېزمنه تمامېږي.

د دی سن د ویبپاڼه د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه میرمن سوفي روز نومېږي او پخپل ټیک ټاک اکونټ (sophieroselloyed@) ویلي دي، که چېرته غواړئ د چا په زړه کې ځای خپل نو دغه آسانه طریقه غوره کړئ.

له هر څه وړاندې به لومړی هغه شخص چې غواړئ په زړه کې یې ځای ونیسئ او مخامخ درته ناست وي، د کیڼې سترګې څخه به د هغه د ښي سترګې په لور د یوې ثانیې لپاره وګورئ.

بیابه خپل نظر ښکته واچوئ او د دوو ثانیو لپاره به یې په شونډو نظر واچوئ، بیا به د خپل پوزیشن له ښي لورې د هغه شخص کیڼ لورې سترګې ته وګورئ او یوه ثانیه لپاره نظر پرې وساتئ.

سوفي نومې میرمن قسم خوري چې کله یې هم دغه طریقه غوره کړې نو ګټوره تمامه شوې، خو شرطونه هم لري او هغه دا چې دا طریقه په هغه کسانو د استعمال وړ ده چې لېدنې ورسره لرې او یو بل ښه پېژنئ.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …