خپلواک وېبپاڼه (۱۸ نومبر ۲۰۱۹): شاهد الله، دروېش رسولي او عبدالمالک په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې پر وړاندې يې افغان لوبډلې ته بريا ور په برخه کړه او افغانستان د اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه.
د اسيايي لوبډلو ايمرجينګ جام کې افغانستان خپله دريمه لوبه د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې سره ترسره کړه.
د لوبې په پيل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې په ۴۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې چاريت اسالانکا ۱۰۰، کامينډو مينډس ۶۳ او مينود بهانوکا ۴۲ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره عبدالواسع او عظمت الله عمرزي ۳-۳، یوسف ځاځي ۲، شاهدالله او طارق ستانکزي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۲۳۹ منډو هدف افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په ۴۴.۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ويکټو يې د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې ته ماته ورکړه او د اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام نيمه پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.
افغان توپوهونکو کې شاهدالله په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې يې وکړې. همدا راز دروېش رسولي ۶۱ او عبدالمالک ۴۷ منډې وکړې، چې د افغان لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.
د سريلانکا لپاره کالانا پريرا او چاريت اسالانکا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاهدالله ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له پاکستان ايمرجينګ لوبډلې ماته خوړلې وه او په دويمه لوبه کې يې د عمان ايمرجينګ لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماته ورکړې وه.
