کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د سریلانکا لوبډله د ۷ ویکټو په توپیر ماته کړه
شیکر دهون

هند د سریلانکا لوبډله د ۷ ویکټو په توپیر ماته کړه

د هند لپاره لوبډلمشر شیکر دهون ښه توپوهنه ترسره کړه چې د سریلانکا له خوا ټاکل شوی هدف یې ډېر په اسانۍ پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بریا خپله کړه.

د سریلانکا او هند ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه نن په کولمبو کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې چمیکا کرونارتنی ۴۳ ناسوځېدلې، داسون شناکا ۳۹ او چاریت اسالنکا ۳۸ منډې وکړې. د هند له خو دیپک چاهار، یوژیندرا چاهل او کلدیپ یادو ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۲۶۳ منډو هدف د هند لوبډلې په ۳۶.۴ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا شیکر دهون ۸۶ ناسوځېدلې، ایشان کشن ۵۹ او پریتوي شاو ۴۳ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا بیا دنانجایا ډي سلوا ۲ او لکشن سنداکان ۱ ویکټ واخیستې.

دا سیالۍ د ای سي سي د نړیوال جام د سوپر لیګ برخه دي، چې دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه به یې د جولای په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …