کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي او مجیب الرحمان ۲-۲ ویکټې واخیستې
محمد نبي او مجیب الرحمان

محمد نبي او مجیب الرحمان ۲-۲ ویکټې واخیستې

د ویټاليټي بلاسټ سیالیو کې نن محمد نبي او مجیب الرحمان دواړو ښه لوبه ترسره کړه، چې د خپلو خپلو لوبډلو په ګټه یې ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د برمنګهم بیرز او نارتهمپټن شایر لوبډلو ترمنځ په لوبه کې برمنګهم لومړی توپوهنه وکړه چې د ۶ ویکټو په تاوان یې ۱۹۱ منډې وکړې. کریس بینجامین تر ټولو زیاتې ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.  همدا راز محمد نبي په ۴ اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول.

خو د ۱۹۲ منډو هدف د نارتهمپټن شایر لوبډلې پوره نه کړای شو او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې چې د ۱۴ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. تر ټولو زیاتې منډې روب کیخ ۵۵ ناسوځېدلې وکړې او محمد نبي هم ۸ منډې ترلاسه کړې. د برمنګهم له خوا ویل روډیس ۳ او جیک لینټوټ ۲ ویکټې واخیستې.

بله لوبه د میډلسیکس او ایسیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میډلسیکس لومړی توپوهنه وکړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۹ منډې وکړې. سام روبسن تر ټولو زیاتې ۶۰ منډې ترلاسه کړې. د ایسیکس له خوا سام کوک ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۷۰ منډو هدف د ایسیکس لوبډلې پوره نه کړای شو او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې چې د ۹ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی لپاره ټام ویسټلي تر ټولو زیاتې ۳۷ منډې وکړې. د میډلسیکس له خوا سټیوین فین ۳، مجیب الرحمان او بلیک کولین ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …