کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان ۱ ویکټ واخیسته، لوبډلې یې د ۴ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه
راشد خان

راشد خان ۱ ویکټ واخیسته، لوبډلې یې د ۴ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه

مخکښ افغان ورو توپ اچونکي راشد خان تېره ورځ په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ۱ ویکټ واخیسته، خو د هغه اړوند لوبډلې بیا د ۴ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لړ کې دا لوبه د کینټ او سسیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پیل کې کینټ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

کینټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې کالم مک لیډ ۳۱، هیري فنچ ۳۰ او زاک کرالي ۱۹ منډې وکړې. د سسیکس له خوا روي بوپاره ۳، ډیویډ ویس ۲، راشد خان او ویل بیر ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۳۱ منډو هدف د سسیکس لوبډلې په ۱۷.۱ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د لیګ په وروستۍ لوبه کې یې د ۴ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د دوی له خوا لوک رایټ ۳۹، دیلری رالینس ۳۳ او ډیویډ ویس ۲۱ منډې وکړې، راشد خان هم ۴ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د کینټ له خوا هیري پوډمور ۳، مارکس اوریوردن ۲ او ایلیت هوفر ۱- ویکټ واخیستې.

د ویټالیټي بلاسټ د لیګ پړاو لوبې پای ته ورسېدې، نن به لومړۍ کوارټر فاینل لوبه د یارکشایر او سسیکس او دویمه کوارټر فاینل لوبه د ناټینګهم شایر او همپشایر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …