کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / افغان نجونو د ستورپېژندنې نړیواله سیالي وګټله
افغان نجونې ۱

افغان نجونو د ستورپېژندنې نړیواله سیالي وګټله

د افغان نجونو یوې ډلې د ستورپېژندنې په برخه کې ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړې ده، چې د نړۍ د ۲۵۵ ډلو په منځ کې یې په لس غوره کې ځای ترلاسه کړی او جایزه یې ګټلې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د ستورپېژندنې په نړیواله سیالۍ کې د افغان نجونو یوې ډلې هم برخه اخیستې وه، چې د دوی د ډلې نوم (کیهانه) و. په دغه سیالۍ کې د ۵۴ هېوادونو ۲۵۵ ډلو برخه درلوده.

دا نجونې چې د هرات اوسېدونکي دي، په دغه سیالیو کې په لس غوره کې یې ځای پېدا کړی او د سیالۍ ګټونکې شوې دي. د دغه ډلې یوې نجلۍ امینه کریمیان وايي، چې د ۵۴ هېوادونو په ۲۵۵ ډلو کې د هغوی نوم د جدول په لومړي سر کې راغلی دی.

افغان نجونې ۲

دغه افغان نجونې له تېرو دوه کلونو راهیسې د ستورپېژندنې په برخه کې څېړنې کوي، دوی له ځمکې اخوا د کایناتو په اړه فکر کوي. د دغه ډلې یوه نجلۍ سحر نافع وايي، چې د تلسکوپ په مرسته اسمان او ستوري ویني او په دې اړه غواړي چې پوه شي چې په فضا کې څه دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې په هره برخه کې افغان ځوانان او نجونې بېسارې وړتیاوې لري، خو د جنګونو له امله د دوی وړتیاوې تر ډېره نه رابرسېره کېږي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …