کورپاڼه / اسلام / یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه رکوع دومره اوږده کړه، چې د سر پورته کېدو سوال نه پیدا کېده

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه رکوع دومره اوږده کړه، چې د سر پورته کېدو سوال نه پیدا کېده

یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مازیګر امامت کاوه، نو لومړۍ رکوع یې دومره اوږده کړه چې داسې فکر کېده چې له رکوع به سر پورته نه شي. بیا رسول الله له رکوع سرته پورته او د لمونځ له ادا کولو وروسته یې خپل نوراني مخ له محراب څخه واړوو او ویې فرمایل

چې زما ورور او د تره زوی علي بن ابو طالب چېرته دی؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته له وروستي صفونو ځواب ور کړه چې یا رسول الله زه حاضر یم.

رسول الله ورته وفرمایل ای ابوالحسن! رانږدې شه، علي رضي الله عنه څنګ ته ورته کېناست نو رسول الله ورته وفرمایل ابو الحسنه! آیا ته د مخکیني صف هغه فضایل نه دي اورېدلي چې ماته الله عزوجل بیان کړي؟

علي رضي الله عنه ورته وفرمایل چې ولې نه، نو رسول الله ورته وفرمایل چې بیا کوم شي له لومړي صف او تکبیر څخه لېرې کړې؟ آیا د حسن او حسین رضي الله عنهما مینې مصروف کړی وې؟ هغه ورته وویل چې مینه څنګه د الله تعالی په محبت کې خنډ اچوي.

رسول الله ورته وفرمایل چې بیا کوم شي ستا مخنیوی وکړ، هغه ورته کله چې بلال رضی الله عنه آذان کاوه زه په جومات کې وم او دوه رکعته لمونځ مې هم وکړ خو کله چې بلال اقامت لوسته نو زه هم په اول تکبیر کې شامل شوم. بیا مې په اوداسه شک شو له جومات ووتم، کور ته لاړم هلته مې ټولو ته غږونه وکړل خو چا ځواب را نه کړ، بس خپله مې لټون پیل وکړ نو له ښي له لورې مې یو غږ واورېده.

هلته په شین دسمال کې د سرو زرو پیاله وه، ما ترې دسمال لېرې کړ، په هغې کې له شېدو تک سپینې، له شاتو ډېرې خوږې او غوړو ډېرې نرمې اوبه وې، ما اودس وکړ او بیا مې پیاله په دسمال پټه کړه. بیا مې شاته وکتل هیڅوک هم نه ول.

رسول الله ورته په مسکا وویل چې دا دسمال او اوبه جبرایل علیه السلام راوړي، په دې کې د حظیرة القدس اوبه وې او دسمال میکایل علیه السلام در کړی و، حضرت اسرافیل علیه السلام په رکوع کې زما له سر پورته مخنیوی وکړ، تر دې چې ته راغلې او ګډون دې وکړ، نو څوک چې تاسره مینه کوي، الله تعالی به له هغه سره مینه کوي او څوک چې درسره بغض ساتي الله تعالی به له هغه سره بغض ساتي.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …