کورپاڼه / اسلام / د قربانۍ د غوښې شرعي حیثیت څه دی؟

د قربانۍ د غوښې شرعي حیثیت څه دی؟

هر کال د قربانۍ په اختر کې هر هغه څوک چې د قربانۍ وس او توان لري نو دغه لویه فریضه په ډېره مینه او تواضع سره ترسره کوي. قرباني درې ورځې وي او په هر ځای او کور کې د قربانۍ غوښې لېدل کېږي.

څوک د قربانۍ غوښې برخه کوي، څوک یې ویشي او څوک یې په یخچال کې ږدي، خو پوښتنه داده چې د قربانۍ د غوښې شرعي حیثیت څه دی؟ څومره باید کور کې پرېښودل شي او څومره وویشل شي؟

د قربانۍ د غوښې د ویش سنت طریقه داده چې یوه برخه دې خپلو، خپلوانو ته ورکړل شي او هڅه دې وشي چې په هغه خپلوانو باندې وویشل شي، چې تاسې یې په اړه معلومات لرئ یا بې وسه یاهم اړمند وي.

یوه برخه دې یې کور کې پرېښودل شي، ځکه چې زموږ دین موږ ته دا اجازه را کوي چې یو څه خپل اولادونه هم پرېږدو او یوه برخه په هغه کسانو وویشو چې هغوی بې وسه او ناتوانه وي.

ځینې خلک د قربانۍ ټوله غوښه په یخچال کې ږدي او تر ډېره پورې پکې ساتلي وي، چې دیني علماء کرام ددې کړنې خلاف دي، هغوی وایي چې که چېرته دې خپل اولادونه وږي، تږي وي، نو ټوله په دې شرط پرېښودلی شي چې په دریو ورځو کې وخورئ.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …