کورپاڼه / خپلواک / بي پي ايل کې ٧ افغان لوبغاړي واخيستل شو
بنګله دېش غوره ليګ

بي پي ايل کې ٧ افغان لوبغاړي واخيستل شو

خپلواک وېبپاڼه (١٨ نومبر ٢٠١٩): د بنګله دېش پريمئير ليګ يا بي پي اېل سياليو کې دا ځل ٧ افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي، چې د راتلونکي ديسمبر په مياشت کې به ترسره شي.

د بنګله دېش غوره ليګ د بولۍ مراسم تېره ورځ ترسره شو، چې ٤٣٩  بهرني او ١٨١ کورني لوبغاړي پکې خرڅلاو ته وړاندې شو، چې بېلا بېلو لوبډلو د خپلې خوښې لوبغاړي خپلو لوبډلو ته واخيستل.

په دغه بولۍ کې د افغانستان نجيب الله ځدراڼ، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، محمد نبي، مجيب الرحمان، شفيق شفق او نوين الحق بېلا بېلو لوبډلو خپل کړل.

نجيب الله ځدراڼ چې د مډل ارډر توپوهونکى دى او دا وړتيا لري چې اوږده شاټونه ووهي او ښې منډې ترلاسه کړي، د کهلنا ټايګرز لوبډلې له لوري واخيستل شو. همدا راز دغه لوبډلې ځوان ويکټ ساتونکى او چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز هم واخيسته. رحمان الله ګربز چې په شل اوريزو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلى دى او تېره ورځ د ويسټ انډيز پر وړاندې يې هم په زړه پورې توپوهنه ترسره او افغانستان ته يې بريا ور په برخه کړه.

حضرت الله ځاځى بيا بل هغه چټک توپوهونکى دى، چې په شل اوريزو سياليو کې يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده، نوموړى د راج شاهي رويالز لوبډلې د راتلونکو سياليو لپاره له خپلې لوبډلې سره يو ځاى کړ.

د کرکټ د نړۍ د شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام درلودونکى الراونډر محمد نبي، چې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې ښه وړتيا لري، د رانګپور رېنجرز لوبډلې له لوري واخيستل شو.

د شل اوريزو دويم مقام درلودونکى توپ اچونکى او د يو ورځنيو دريم مقام درلودونکى افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان بيا د کوميلا واريرز لوبډلې په خپله لوبډله کې شامل کړ.

همدا راز چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شفيق الله شفق او ځوان توپ اچونکى نوين الحق بيا د سيلهيټ تنډر لوبډلې له لوري اخيستل شوي دي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش غوره ليګ سيالۍ د راتلونکې دسمبر مياشتې په يوولسمه نېټه پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …