کورپاڼه / بېلا بېل / نارینه له کوم ډول ښځو څخه ځان ساتي؟

نارینه له کوم ډول ښځو څخه ځان ساتي؟

یو استرالیایي کارپوهه، چې د اړیکو جوړولو په برخه کې د ډېرې تجربې لرونکې ده، د هغه میرمنو په اړه یې حیرانوونکې ادعاوې کړي، کومې چې بریالۍ او په مالي اعتبار خپلواکې وي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د جینا هاکینګ په نوم یوه کارپوهه وایي چې نارینه هغه ښځې نه خوښوي کومې چې د بریالي کیریر لرونکې وي او ترڅنګ هغه میرمنې چې په مالي توګه په ځان بسیا وي هغه هم نه خوښوي.

نوموړې وایي چې نارینه له دا ډول میرمنو سره په اوسېدلو د سپکاوي احساس کوي او نارینه له بریالیو میرمنو څخه د یو ډول عجیبه وېرې احساس کوي. خو هغه میرمنې چې بریالۍ نه وي او په مالي توګه هم لږ کمزوري وي، د نارینه وو د پام وړ ګرځي.

جینا هاکینګ زیاتوي چې دا یې خپله شخصي تجربه ده، کله چې له کوم چاسره مخ کېږي یا ورسره لېدنه کوي او له ما څخه د کیریر په اړه پوښتنه کوي نو زما د ځواب په اورېدو د سپکاوي او حیرانتیا احساس کوي.

دغه راز نوموړې وایي کله چې کوم نارینه ته د خپل بریالي کیریر او ښه مالي حالت په اړه وایم نو سترګې ښکته کوي او داسې احساس ورکوي چې له دې حالاتو څخه نه دی اغېزمن شوی، خو داخلي احساسات یې بیا بالکل بدل وي.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …