کورپاڼه / جالب / یو جاپاني شرکت اعلان کړی هغه کارمندانو ته به ډېره رخصتي ورکوي چې سګریټ نه څکوي

یو جاپاني شرکت اعلان کړی هغه کارمندانو ته به ډېره رخصتي ورکوي چې سګریټ نه څکوي

په جاپان کې یو شرکت اعلان کړی دوی به هغه کارمندانو ته ډېره رخصتي ورکوي چې سګریټ نه څکوي او دغه اعلان یې د انعام په ډول سره کړی دی.

په عام ډول په دفترونو کې کارمندان بیا بیا ځلې د سګریټ څکولو لپاره وقفه اخلي، چې ځینې وخت پر هغه کسانو ناوړه اغېزې کوي چې د سګریټ څکولو عادت نه لري او داسې فکر کوي چې دغه عادت نه لرل یې د ډېر کار لامل شوی دی.

چې د همدې شکایتونو د لېرې کولو لپاره ځینې شرکتونه په سګریټ څکولو بندیز پورې کوي او هغه څوک چې سرغړونه کوي هغوی ته سزا ورکوي، خو یو جاپاني شرکت د هغه کسانو لپاره چې سګریټ نه څکوي، د انعام په توګه د ډېرېدو رخصتیو اعلان کړی دی.

د توکیو یو مشهور شرکت پرېکړه کړې چې هغه کارمندان چې د سګریټ څکولو په څېر ناوړه عادت نه لري او د کار پرمهال د سګریټ څکولو په سبب وقفې نه اخلي، هغوی ته به په کال کې شپږ ورځې ډېر رخصت ورکوي.

د شرکت اجراییوي ریس وایي چې شرکت یې د هغه کسانو د هڅونې لپاره، چې سګریټ نه څکوي، پرېکړه کړې چې اضافي رخصت به ورکوي ځکه دوی نشي کولی چې کوم کارمند ته ددې ناوړه عادت سزا ور کړي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …