کورپاڼه / رام ديو: ٩٩ سلنه هندي مسلمانان مخکې هندوان و
بابا رامديو

رام ديو: ٩٩ سلنه هندي مسلمانان مخکې هندوان و

خپلواک وېبپاڼه (١٨ نومبر ٢٠١٩): د يوګا ګرو بابا رام ديو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې په هند کې ٩٩ سلنه مسلمانان هغه دي، چې مخکې هندوان و خو وروسته يې خپل دين بدل کړ او مسلمانان شو.

رام ديو د هند (انډيا ټوډى) ټلويزيون سره په خپله مرکه کې په ايوديا کې د جومات او مندر په اړه د سترې محکمې پرېکړه وستايله او وې ويل چې په دغه ځاى باندې دې اوس (رام مندر) جوړ شي. دغلته مخکې بابري جومات و، چې څو پېړۍ پخوا جوړ شوى و.

رام ديو په خپلو خبرو کې وويل، بهګوان (رام) نه يوازې دا چې د هندوانو لپاره د احترام وړ دى، بلکې دا د مسلمانانو لپاره هم د احترام وړ شخصيت دى.

هغه زياتوي، چې زه دا فکر کوم چې د هند ٩٩ سلنه مسلمانان مخکې هندوان و، دوى خپل دين بدل کړى دى او مسلمانان شوي دي. هغه وايي چې رام مندر به د نړۍ تر ټولو ښايسته مندر وي.

رام ديو په خپلو خبرو کې زياته کړه، لکه څنګه چې د عيسايانو لپاره ويټکان، د مسلمانانو لپاره مکه او د سيکانو لپاره سنهري ګوردواره ده، همداسې د هندوانو لپاره ايوديا ده.

هغه په ټولو خلکو غږ وکړ، چې مسلمانان او هندوان دې د رام مندر او جومات په جوړولو کې له يو بل سره مرسته وکړي. هغه وويل چې مسلمانانو ته پکار دي چې د رام مندر په جوړولو کې خپله مرسته وکړي. نوموړي همدا راز هندوانو ته وويل، چې تاسې د مسلمانانو سره د جومات په جوړولو کې خپله مرسته وکړئ.

د ايوديا يا د بابري جومات په اړه د سترې محکمې له پرېکړې وروسته هغه په سوله ييزه فضا باندې خوشحاله ښکاره کړه، ځکه چې له دغه پرېکړې وروسته هېڅ ځاى کې کومه بده پېښه ونه شوه. نوموړي وويل، چې په حالاتو نظر واچوئ، له پرېکړې وروسته په هېڅ ځاى کې چا د تيږې ګوزار هم نه دى کړى، له دې ښکاري چې هند اوس ډېر مخکې تللى دى.

دا هم ولولئ

نجونې باید د واده لپاره څه ډول هلک غوره کړي؟

واده یا ګډ ژوند یا نکاح د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه دی، چې …