کورپاڼه / جالب / په هند کې یوې سوالګرې بوډۍ د مندر آبادولو لپاره (۲۵۰۰۰۰) روپۍ ورکړې

په هند کې یوې سوالګرې بوډۍ د مندر آبادولو لپاره (۲۵۰۰۰۰) روپۍ ورکړې

په هند کې یوې پنځه اتیا کلنې سوالګرې بوډۍ یو مندر ته دوه نیم سوه زره روپۍ ورکړي او ویلي یې دي چې مندر له ما ډېر دې پیسو ته اړتیا لري.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د هند په میسور ایالت کې یوې سوالګرې بوډۍ، چې پنځه اتیا کاله عمر لري او سیتا لکشمي نومېږي، دوه نیم سوه زره روپۍ یې د یو مندر د آبادولو لپاره ورکړې.

سیتا لکشمي په دې اړه وایي چې زما لپاره یوازې یو خدای بسنه کوي او دې پیسو ته له ما ډېر د مندر ضرورت و. که چېرته مې دا روپۍ له ځان سره ساتلې وې نو ممکن غلا شوې وې، نو ځکه مې مندر ته د ورکولو پرېکړه وکړه.

سوالګره بوډۍ د خپل ورور په کور کې اوسېږي او د ډېر زړښت په سبب له کار کولو لوېدلې. ستیا لکشمي له دې وېرې چې پر کور بوج نشي د مندر په دروازه کې کیني او سوال کوي، چې اوس یې ټولې راټولې پیسې د یو مندر د آبادولو لپاره ور کړې.

بل لوري ته د مندر مشر وایي چې لکشمي د نورو سوالګرو غوندې نه ده، هیڅکله یې د ځان لپاره پیسې نه دي غوښتي او کومې یې چې ټولې بېرته یې د مندر د آبادولو او نورو آسانتیا لپاره ور کړې.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …