کورپاڼه / جالب / په چین کې یو پوهنتون د وزن کمولو په حساب د نومرو د ورکړې پرېکړه کړې

په چین کې یو پوهنتون د وزن کمولو په حساب د نومرو د ورکړې پرېکړه کړې

په چین کې د جیانګ سو پوهنتون ددې لپاره چې په زده کړیالانو کې یې د چاغښت ستونزې حل ومومي، د ځانګړو نومرو د ورکړې په زړه پورې پرېکړه کړې.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د چین د جیانګ سو پوهنتون پر چاغښت د کنترول لپاره خپلو زده کړیالانو ته د ځانګړو نومرو د ورکړې پرېکړې، ترڅو وکولی شي چې د خلکو پام د وزن کمولو پر لور راواړوي.

د پوهنتون د ادارې له لورې ویل کېږي چې له دې اقدامه یې موخه داده ترڅو په ځوانو زده کړیالانو کې د چاغښت اړوند ستونزې حل کړي. دوی وایي چې د دوی ډېر شمېر زده کړیالان ورزش کول بې ګټې ګڼي، چې په همدې سبب یې وزن نه کمېږي.

د یاد پوهنتون له لورې ویل کېږي چې دوی پرېکړه کړې چې خپلو زده کړیالانو ته به شپېته سلنه نومرې د هغوی د وزن مطابق ور کول کېږي او څلویښت سلنه به د نصابي فعالیتونو مطابق ور کول کېږي، نو هغه کسان چې غواړي بشپړې نومرې واخلي نو په ځانګړې موده کې دې تر اوه سلنو پورې وزن کم کړي.

دوی زیاتوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پوهنتون کې دیارلس سلنه زده کړیالان په چاغښت اخته شوي او هیله یې ښودلې چې د دوی د پروګرام له مخې به یې د زده کړیالانو وزن کم شي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …