کورپاڼه / ليکنې / له ماشومانو څخه د دروغو ویلو عادت ختمول ممکن دي

له ماشومانو څخه د دروغو ویلو عادت ختمول ممکن دي

کله چې ماشوم وده کوي او ورځ تر بلې لوییږي، نو ترڅنګ یې ځینې ناوړه عادتونه هم وده کوي، چې په دې عادتونو کې یو دورغ ویل هم شامل دي.

که چېرته ستاسې ماشوم یا ماشومه دروغ وایي او داسې حس کوئ چې ددې عادت ختمول یې ستونزمن دي، نو باید پوه شئ چې هیڅ هم ناممکن نه دي او په دې اړوند د یو لارښوونو په عملي کولو د هغوی دغه ناوړه عادت ختمېدلی شي.

په کور کې یو قانون جوړ کړئ او پخپل هم پرې عمل وکړئ، ماشومان وپوهوئ چې له رښتینولۍ څخه کار واخلي او په خبرو کې هم رښتیني واوسي او په بدل کې چاکلیټ ور کړئ یا کومه بله جایزه ورته وټاکئ.

کله چې ماشوم یو څه مات کړل او رښتیا ځواب یې درکړ، نو ددې پرځای چې هغوی ووهئ یا سختې خبرې ورته وکړئ، په مینه یې پوه کړئ، خو که چېرته هغه ورټل شي نو په راتلوونکې کې له رښتیا ویلو ډډه کوي.

که ماشوم مو دورغ وایي د کېسو په شکل ورته د دروغو زیانونه ووایئ او د رښتینولۍ درس ور کړئ. دغه راز هغه والدین چې غوسه ناک وي، اولادونه یې له وېرې دروغ وایي نو هڅه وکړئ چې د ماشومانو د دروغو ویلو سبب معلوم کړئ. ډېر ماشومان د کمترۍ احساس کوي او په همدې سبب دروغ وایي نو داسې ماشومانو ته د هغوی ښیګڼې څرګندې کړئ.

دا هم ولولئ

د لاسونو جوړښت مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

لاسونه او پښې د انسان د بدن هغه برخې دي، چې په علمي ژبه ورته …