کورپاڼه / اسلام / د حج خطبه: امت باید له یو بل سره په مهربانۍ او شفقت چلند وکړي

د حج خطبه: امت باید له یو بل سره په مهربانۍ او شفقت چلند وکړي

د کعبې شریفې امام د حج په خطبه کې وویل چې امت باید له یو بل سره په مهربانۍ او شفقت چلند وکړي.

د کعبې شریفې امام د عرفات په میدان کې د مسجد نمره څخه خطبه ورکړه او ویې ویل چې الله تعالی فرمایي چې له ما پرته بل چاته فریاد مه کوئ او شریک راسره مه پیدا کوئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې تاسې د ځمکې پر اوسېدونکو رحم وکړئ، الله تعالی به پر تاسو رحم وکړي. امت باید یو له بل سره له شفقت څخه کار واخلي، د الله تعالی له رحمت څخه هغه ناهیلي کېږي چې ګمراه وي. الله تعالی فرمایي زما رحمت زما پر عذاب غالب دی، رسول الله فرمایي چې جنت ته د الله تعالی له فضل او کرم پرته څوک نشي داخلېدی.

د کعبې امام د حج په خطبه کې وایي لکه څنګه چې الله تعالی پر تاسو احسان کړی، داسې یې تاسې هم پر خلکو وکړئ، هر هغه څوک چې احسان کوونکې وي د الله رحمت هغوی ته نږدې وي. الله تعالی والدینو سره د نیکۍ کولو حکم کړی، له والدینو وروسته له خپلوانو سره ښه چلند وکړئ. رسول الله فرمایي خپلو کار کوونکو سره ښه چلند وکړئ، پر خدمتګاران د هغوی له توان پورته بوج مه اچوئ، خپل حقونه او وعدې پوره کړئ، تاسې ته کتاب درلېږل شوی، ترڅو هدایت ترلاسه کړئ او الله تعالی چې چاته هدایت کول وغواړي نو هدایت ورته کوي، خپل نفس تزکیه کړئ، تقوا اختیار کوئ او د خپل رب داسې عبادت وکړئ چې هغه تاسو ویني.

د کعبې امام وایي چې الله تعالی پر ځمکه فساد کوونکې نه خوښوي، په قران کریم کې راغلي چې د الله تعالی رسۍ کلکه ونیسئ، تفرقه مه اچوئ، دښمني او نفرت ختم کړئ، په ټولنه برابری راولئ او د الله تعالی د رضا لپاره یو بل وبخښئ.

د کعبې امام زیاتوي له الله څخه ووېرېږئ، د خپلو لمونځونو ساتنه وکړئ، خپلې وعدې د الله تعالی د رضا لپاره پوره کړئ، شیطان ستاسو د ګمراه کولو هڅه کوي، که د الله تعالی فضل نه و نو خلکو به د شیطان پیروي کوله، رسول الله فرمایي چې د الله تعالی له رحم او فضل څخه پرته څوک جنت ته نشي داخلېدلی.

د کعبې امام د حج په خطبه کې وایي چې احسان دې ته وایي چې تاسې د الله تعالی داسې عبادت وکړئ لکه تاسې چې الله وینئ او که داسې ممکن نه وي نو داسې وګڼئ چې هغه تاسې ویني. د الله تعالی فرمان دی کوم څوک چې پخپل نفس ظلم کوي نو د هغه لپاره د توبې دروازه پرانیستې ده. که چېرته په کوم ځای کې وبا خپره شي نو د بهر خلک دې هلته نه ځي او د هغې ځای خلک دې بهر نه ځي، ټول حاجیان د خپلو ښارونو لپاره دعا وکړئ، کله چې تاسې دعا کوئ نو فرښتې درباندې ویاړ کوي.

دغه راز وایي الله تعالی کبر کوونکې نه خوښوي، د الله تعالی له بنده ګانو سره په نرمښت چلند وکړئ، الله تعالی فرمایي چې ما ستاسو لپاره دین بشپړ کړ. موږ باید د هغه الله تعالی عبادت وکړو چې له هغه پرته بل معبود نشته، رسول الله وروستی نبي دی، د خپلو لمونځونو ساتنه وکړئ، په ځانګړي توګه د مازیګر د لمانځه، له الله وډار شئ، تقوا او پرهیزګاري غوره کړئ، بې شکه الله تعالی له صبر کوونکو سره دی او الله تعالی د هیچا محنت نه ضایع کوي.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …