خپلواک وېبپاڼه (١٨ نومبر ٢٠١٩): د پاکستانۍ سندرغاړې او اداکارې رابي پير زاده نه وروسته د يوې بلې پاکستانۍ ماډلې او اداکارې سمارا چودري لوڅې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.
په دې اړه د خليج ورځپاڼې (ګلف نيوز) په خپل يوه راپور کې ليکلي دي، چې د پاکستانۍ ماډلې او اداکارې سمارا چودري شخصي او غېر اخلاقي ويډيوګانې خپرې شوې دي.
پاکستانۍ اداکاره او ماډله چې په يو شمېر اعلانونو کې يې کار کړى دى او همدا راز د ماډلنګ په برخه کې يې هم ډېر کار کړى دى. تراوسه پورې يې د دغه ويډيوګانو د خپرېدو په تړاو څه نه دي ويلي.
خو يوې بلې وېبپاڼې د دغه ويډيوګانو په اړه په خپل راپور کې ليکلي دي، چې د دې ويډيوګانو تر شا د پاکستان د لاهور ښار د يوې ډلې لاس دى، چې هغوى د هنرمندانو موبايلونه هېک کوي او له هغې څخه د هغوى شخصي انځورونه او ويډيوګانې انلاين خپروي. همدا راز په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې د دوى شخصي، غېر اخلاقي او لوڅې ويډيوګانې بيا په هغه وېبپاڼو خرڅوي، چې لوڅ مواد خپروي.
د يادولو ده چې تر دې مخکې هم د پاکستانۍ مشهورې سندرغاړې رابي پيرزاده شخصي ويډيوګانې خپرې شوې وې، چې د دغه ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته هغې د هنر د نړۍ پرېښودو اعلان وکړ.
هغې همدا راز د پاکستان فدرالي څېړنيزې ادارې ته په دې اړه عريضه هم کړې وه، تر څو هغه کسان پېدا کړي، چې د دې شخصي ويډيوګانې يې خپرې کړي دي او ورته دې سزا ورکړل شي.