کورپاڼه / هنر او کلتور / د فرزانه ناز لومړنۍ هندي سندره (افغاني تړکه) خپره شوه
فرزانه ناز افغاني تړکا

د فرزانه ناز لومړنۍ هندي سندره (افغاني تړکه) خپره شوه

د هېواد مشهوره سندرغاړې او اداکاره فرزانه ناز چې د خپلو هنري کارونو لپاره هند ته تللې ده، په لومړي ځل یې یوه سندره د یوې موډلې یا نڅاګرې په توګه خپره شوې ده، چې ډېره بېباکه پکې لیدل کېږي.

دا سندره چې د (زي موسیقۍ شرکت) له خوا جوړه او نن په یوټیوب کې خپره شوې ده، مشهورې هندۍ سندرغاړې ریتو پاټک ویلې ده، چې فرزانه ناز پکې کار کړی دی.

د دې سندرې نوم (افغاني تړکه) دی، چې یوه عشقي سندره ده او د سندرې نجلۍ (فرزانه ناز) د ځان او ښایست صفتونه پکې کېږي، یعنې وايي چې هغه (افغاني تړکه) ده او ټول خلک ورپسې لېوني دي.

دا سندره چې نن غرمه د افغانستان په ۱ بجه په یوټیوب کې خپره شوې ده، تراوسه پورې ۸۳ زره کسانو په یوټیوب کې کتلې ده او سلګونه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

د هغې دا سندره د هندي او افغان مینه والو له خوا د بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده، ځینو خلکو په دې ډول د کار کولو له امله په فرزانه ناز سختې نیوکې کړې دي او ځینو خلکو یې بیا د هنر ستاینه کړې ده.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …