کورپاڼه / اسلام / د خپلې قربانۍ ترڅنګ ودریږه ځکه هر څاڅکی وینه یې چې پر ځمکه تویه شي، الله تعالی د هغې په بدل کې ستا تېر ګناهونو بخښي

د خپلې قربانۍ ترڅنګ ودریږه ځکه هر څاڅکی وینه یې چې پر ځمکه تویه شي، الله تعالی د هغې په بدل کې ستا تېر ګناهونو بخښي

د قربانۍ د واجبولي په اړه مو له دې وړاندې لوستي چې قرباني په هر چا لازمه ګڼل کېږي، چې د قربانۍ کولو وس وي یاهم دومره څه ولري چې د قربانۍ نصاب پوره کړي. دغه راز هر هغه حیوان چې ناروغ یا نیمګړی نه وي او عمر یې قربانۍ ته برابر وي، قرباني پرې کېږي.

د قربانۍ کولو وخت درې ورځې یعنې: (د ذی الحجې لسمه، یوولسمه او دولسمه) ده، خو په لومړۍ ورځ قرباني کول ډېر فضیلت لري او موږ ټول په دې پوهېږو چې د قربانۍ لړۍ ابراهیم علیه السلام پورې رسېږي او سنت ابراهیمي ده.

د اختر له لومړۍ ورځې څخه تر دریمې ورځې پورې قرباني کول واجب ګرځول شوې، په یو حدیث شریف کې راغلي دي ژباړه: (دذی الحجی په لسمه) د فجر په ورځ د الله تعالی په وړاندې هیڅ له قربانۍ کولو عمل څخه غوره او د منلو وړ بل عمل نشته.

د قربانۍ څاروی به د قیامت په ورځ له خپلو ښکرونو، ویښتو او خپلو پښو سره حاضریږي او د قربانۍ وینه به لا پرځمکه تویه شوې نه وي، چې د الله تعالی له لورې قبلیږی، نو د زړه له تله په پوره اخلاص قرباني وکړئ.

ابو سعید خدري رضي الله عنه روایت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه فاطمه الزهرا ته وفرمایل: ای فاطمې! پورته شه او د خپلې قربانۍ ترڅنګ ودریږه ځکه هر څاڅکی وینه یې چې پر ځمکه تویه شي، الله تعالی د هغې په بدل کې ستا تېر ګناهونو بخښي. فاطمې رضي الله عنه وپوښتل؟ آیا دغه زیری یوازی موږ اهل بیت ته دی او یا که تمام امت ته؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل زموږ ټولو اهل بیتو او هم ټول امت ته.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …