کورپاڼه / هنر او کلتور / د شفیق مرید ځانګړې اختریز ډالۍ: دا مې اختریزه ډالۍ وبولئ او ټول یې د زړونو په غوږونو واورئ

د شفیق مرید ځانګړې اختریز ډالۍ: دا مې اختریزه ډالۍ وبولئ او ټول یې د زړونو په غوږونو واورئ

د هیواد نوموتي او خوږ ژبي سندرغاړي شفیق مرید ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي ویلې او هغوی یې په یوه ځانګړې اختریزه ډالۍ نازولي.

شفیق مرید د اختر په مناسب او مینوالو ته د اختري په پار خپله لومړنۍ ازبکي سندره وړاندې کړې. نوموړې لیکلي:((دا مې هیله وه چې د ازبېکۍ په خوږه ژبه سندره ولرم، خو ازبېکو شاعرانو سره مې نه پېژندل او ادبیاتو سره یې هم اشنا نه وم/نه یم.))

شفیق مرید د ازبکي سندرې او د شاعر په اړه یې لیکي چې:((په دې وروستیو کې له وطن نه ډېر لرې یو ښه شاعر ښاغلي عنایت شهیر سره مخ شوم چې په ازبېکي ژبه خورا خوږه شاعري کوي.))

هغه وایي چې دوی اوس د زړونو د یووالي په پار، د پیوستون د یو پیغام په توګه او د ملګرتیا او دوستۍ د جذاب کلتور د پاللو په موخه په ازبکي ژبه سندري لیکي او وایي یې.

شفیق مرید همدا د هنر رسالت ګڼي او خپل وس او توان همدومره ښیي چې د زړونو د پیوستون لپاره یې د هنر په بڼه څرګندوي، هغه د خپلې اختریزې ډالې په اړه وایي:((دا مې اختریزه ډالۍ وبولئ، یوازې خپلو ازبېکو لپاره نه، تاسې ټول یې د زړونو په غوږونو واورئ.))

شفیق مرید په وروستیو کې ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي وکړئ او دعا کړئ چې ټول دې د خپلو کورنیو سره د لوی ذات په مرسته په امن واوسئ.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …