کورپاڼه / هنر او کلتور / د شلپا شیټي خاوند راج کندرا د غیر اخلاقي فلمونو جوړولو په تور نېول شوی

د شلپا شیټي خاوند راج کندرا د غیر اخلاقي فلمونو جوړولو په تور نېول شوی

د ممبۍ پولیسو د بالیووډ اداکارې شلپا شیټي خاوند راج کندرا په د غیر اخلاقي فلمونو د جوړولو په تور نېولی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د ممبۍ پولیسو راج کندرا د غیر اخلاقي فلمونو د جوړولو په تور غوښتی دی او پوښتنې، ګروېږنې یې ترې پیل کړي.

پولیسو وایي چې د راج کندرا پر خلاف د غیر اخلاقي فلمونو جوړولو قضیه د روان کال په فبرورۍ میاشت کې لیکل شوې وه او هغه په دې قضیه کې کلیدي رول هم لوبوي.

پولیس زیاتوي چې دوی د راج کندرا پر وړاندې واضح ثبوت هم لري. باید یاده کړم چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د شلپا شیټي په خاوند تور لګېدلی و، چې هغه غیر اخلاقي فلمونه جوړوي او د موبایل اپلیکیشن په ذریعه خپروي.

بل لوري ته د راج کندرا له نېولو وروسته د ممبۍ پولیسو یو بیان هم خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی د قضیې په اړه نورې څېړنې هم روانې کړي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …