کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي، نجیب ځدران او افسر ځاځي هم هیوادوالو ته د اختر مبارکي ور کړې

محمد نبي، نجیب ځدران او افسر ځاځي هم هیوادوالو ته د اختر مبارکي ور کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او مخکښو لوبغاړو هم د لوی اختر په ورځ ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي ور کړې او ترڅنګ یې خپل عکسونه هم خپاره کړي دي.

نن د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د لوی یا قربانۍ اختر نېکمرغه ورځ لمانځل کېږي. دغه راز دغه اختر د سرتېرې په نوم هم نومول شوی دی.

په دې لړ کې د ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو محمد نبي، نجیب ځدران، افسر ځاځي او نورو هم هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده او ترڅنګ یې د سولې او نېکمرغۍ لپاره هم لاسونه لپه کړي.

محمد نبي پخپله فیسبوکپاڼه په لنډ ډول د اختر مبارکي ورکړې، خو په انستاګرام یې بیا د اختر د لمانځه ویډیو هم خپره کړې او هیوادوالو ته یې د لوی اختر مبارکي ورکړې.

خو نجیب ځدران او افسر ځاځي بیا د مبارکۍ ترڅنګ په هیواد کې د سولې، دایمي اوربند او د امن، مینې او ورورګلوۍ دعاګانو ته لاسونه لپه کړي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …