کورپاڼه / روغتيا / د اختر په ورځو کې په دغو لارښوونو عمل وکړئ

د اختر په ورځو کې په دغو لارښوونو عمل وکړئ

لوی اختر له یو لوري د سنت ابراهیمي ادا کولو او د غریبو، بې وسو او مسکینانو پخپل دسترخوان کې شریکولو په ذریعه د الله تعالی د رضا موقع ده، له بل لوري په دې ورځو کې ټول خپل، خپلوان هم سره راټولېږي.

کله چې ملګري سره راټول شي نو حتماً به دسترخوان له خوړو څخه ډک وي او کله چې دسترخوان ډک وي نو سترګې وږي او د ډېر خوراک په پایله کې روغتیا زیانمنېږي. لکه څنګه چې د اختر په ورځو کې د غوړو او مساله لرونکو خوړو استعمال ډېرېږي نو د معدې اړوند ډېرې ستونزې هم راولاړېږي.

سږنی لوی اختر په داسې موقع سره راغلی چې د ماشو سیزن یې هم ګڼلی شو، نو که چېرته د کور او نورو توکو پاکوالي ته پاملرنه ونه کړو، نو روغتیا مو زیانمنوي. دغه راز د کور مخه او کوڅې هم پاکې وساتئ.

دغه راز په دې موسم کې د اوبو څښل هم اړین وي، نو هڅه وکړئ چې ډېرې اوبه وڅښئ. که چېرته تاسې د کور میرمن یاست نو د خوراکي توکو ترڅنګ د سلاد غم هم وخورئ، خو دا باید په یاد ولرئ چې له سړو او کولا څښاکو باید ډډه وکړئ.

بل لوري ته روغتیایي کارپوهانو د مېوو د استعمال لارښوونه هم کړئ او په دالو او سبزیجاتو یې هم ټینګار کړی دی. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې مستې د غوړو خوراکونو اغېزې کموي او ترڅنګ یې ورزش کول یو له هغه عادتونو څخه دی چې د روغتیا لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …