کورپاڼه / خبرونه / د سعودي د حج وزارت: تر اوسه د کورونا کومه پېښه نه ده ثبت شوې او نه کوم حاجي مړ شوی

د سعودي د حج وزارت: تر اوسه د کورونا کومه پېښه نه ده ثبت شوې او نه کوم حاجي مړ شوی

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویاند وایي چې تر اوسه پورې یې داسې کوم خبر نه دی ترلاسه کړی چې کوم حاجي دې په کورونا اخته شوي وي یا دې مړ شوي وي.

د پریس بریفنګ د ورځپاڼې د راپور له مخې د سعودي د روغتیا وزارت د ویاند په حواله ویل کېږي چې د حاجیان روغتیا د ډاډ وړ ده، تر اوسه په ساري ناروغۍ د اخته کېدو کومه قضیه نه ده ثبت شوې.

ویاند زیاتوي چې د حج د مراسمو له پیل څخه تر اوسه پورې ۴۸۵ حاجیانو هغه روغتیایي خدمتونو ته مخ کړې ده، چې دوی ورته برابر کړی.

راپور زیاتوي چې په ۲۷۰۰ بسونو په مرسته یې ټول حاجیان له عرفات څخه مزدلفې ته یوړل. بل لوري ته د سعودي د کورنیو چارو وزارتونو د هغه هڅو د مخنیوي راپور ور کړی چې د عرفات میدان ته په غیر قانوني ډول ننوتل.

دوی زیاتوي چې سږ کال یې د حج په موسم کې د حاجیانو د سلامتیا او امن هدف ترلاسه کړی او په داسې حال کې چې نړۍ د کورونا څخه سر ټکوي، د ادارو په هڅو مو حاجیان خوندي دي.

دا هم ولولئ

محسن داوړ

محسن داوړ هم د (الله اکبر) نعره پورته کړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مخکښ غړي، ملتپال سیاستوال او د پاکستان د …