کورپاڼه / خپلواک / ګلبدين نايب: يوموټی او غښتلې افغان لوبډله کولای شي هره لوبډله ماته کړي
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: يوموټی او غښتلې افغان لوبډله کولای شي هره لوبډله ماته کړي

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ نومبر ۲۰۱۹): ويسټ انډيز ته په شل اوريزې لوبلړۍ کې د ماتې ورکولو وروسته ګلبدين نايب په خپل ټويټر ليکلي دي، چې يو موټی او غښتلې افغان لوبډله کولای شي چې هره پياوړې لوبډله ماته کړي.

افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره شوه، چې افغانستان پکې په ۲-۱ سره بريا خپله کړه. په دويمه شل اوريزه لوبه کې کريم جنت په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ۵ ويسټ انډيزي لوبغاړي يې وسوځول او افغان لوبډله يې بريا ته ورسوله، همدا راز په دريمه شل اوريزه لوبه کې بيا رحمان الله ګربز توپاني توپوهنه ترسره کړه چې د ويسټ انډيز لپاره يې يو ستر هدف وټاکه. همدا راز نوين الحق بيا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د دريمې لوبې په بريا کې د دواړو مهمه ونډه وه.

همدا راز د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم ترسره شوه چې ویسټ انډيز پکې په ۳-۰ سره بريا خپله کړه.

خو د شل اوريزې لوبلړۍ تر بريا وروسته د افغان لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده او ليکلي يې دي، چې يوموټی او قوي افغان لوبډله کولای شي هرې لوبډلې ته ماته ورکړي.

ښايي، دا نوموړي له دې امله هم ليکلي وي چې د ۲۰۱۹ نړيوال جام کې هغه د افغان لوبډلې لوبډلمشر و او په ۹ لوبو کې افغان لوبډلې په هېڅ لوبه کې بريا خپله نه کړه. هغه مهال ويل کېدل چې د افغان لوبډلې ترمنځ بې اتفاقي ده او هېڅ لوبغاړی د هېواد لپاره لوبه نه کوي بلکې هر يو د خپلې ډلې لپاره لوبه کوي، تر څو نور لوبغاړي خراب کړي، چې په پايله کې افغان لوبډله تش لاس هېواد ته راستنه شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …