کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دیش د زمبابوې لوبډله پخپل کور کې وایټ واش کړه

بنګله دیش د زمبابوې لوبډله پخپل کور کې وایټ واش کړه

بنګله دیشۍ لوبډلې په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د تمیم اقبال د سلیزې پرمټ یې ماتي ور کړه او زمبابوې یې د ۳-۰ پر واندې پخپل کور کې وایټ واش کړه.

دغه لوبه چې د زمبابوې په کوربتوب په هرارې کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه بنګله دیش وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ور کړه.

زمبابوې په ۴۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۸ منډې وکړې او بنګله دیش ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې ریګس چکبوا ۸۴، سکندر رضا ۵۷ او بریل ۵۹ منډې وکړې.

د بنګله دیش له لورې مستفیظ الرحمن او سیف الدین ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې ـ درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه محمدالله دوه او شکیب الحسن او تسکین احمد یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دیش د ۲۹۹ منډو هدف ۴۸ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او کوربه لوبډلې ته یې په ۵ ویکټو ماتي ور کړه، چې له ډلې یې تمیم اقبال ښه وځلېده او سلیزه یې جوړه کړه. د زمابوې له لورې مدیویر او تریفانو دوه ـ دوه او جانګوي یو لوبغاړی وسوځاوه.

دا هم ولولئ

ولې نن ورځ استرالیایي لوبغاړي له کوره بهر شپه تېروي؟

نن ورځ د میتیو هیډن په ګډون د استرالیا کرکټ ډېر لوبغاړي له خپلو کورونو …