کورپاڼه / د لوبو راپورونه / دیپک چاهار هند په دویمه یوه ورځنۍ لوبه او لوبلړۍ کې بریالی کړ

دیپک چاهار هند په دویمه یوه ورځنۍ لوبه او لوبلړۍ کې بریالی کړ

د دیپک چاهار او بونیشور کمار غوره ملګرتیا د هند لوبډله په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې بریا ته ورسوله او په دې سره یې لوبلړۍ هم وګټله.

د سریلانکا او هند ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه نن په کولمبو کې روانه ده، د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې فرنانډو ۵۰، چاریت اسالنکا ۶۵ او کرونارتنی ۴۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له خوا بونیشور کمار او یوژیندرا چاهل ډېره ښه توپ اچونه وکړه، دواړو د سریلانکا درې ـ درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز دیپک چاهار هم ښه وځلیده او دوه ویکټې واخیستې.

هندۍ لوبډلې د ۲۷۶ منډو هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹.۱ اور کې پوره کړ او په دې سره سریلانکا ته په دریو ویکټو ماتي ور کړه، چې له ډلې یې سوریا کمار یادیو ۵۳ او دیپک چاهار ۶۹ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا بیا هسرنګا درې او شانکا، راجیتا او لکشن سنداکان یوه ـ یوه ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ د ای سي سي د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي، چې هند په دې لوبلړۍ کې ۲-۰ پر وړاندې مخکې دی او د یوه ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه به د جمعې په ورځ د جولایۍ ۲۳ ترسره شي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …