کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان له یوه ورځینو لوبو وروسته په شل اوریزه لوبلړۍ کې هم پاکستان ته ماتي ور کړه

انګلستان له یوه ورځینو لوبو وروسته په شل اوریزه لوبلړۍ کې هم پاکستان ته ماتي ور کړه

انګلستان د شل اوریزې لوبلړۍ په دریمه لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ور کړه او په دې سره یې له یوه ورځینو لوبو وروسته په شل اوریزه لوبلړۍ کې هم بریا خپله.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه په تراففورډ کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې محمد رضوان ۷۶، فخر زمان ۲۴ او حسن علي ۱۵ منډې وکړې. د انګلستان لخوا عادل رشید څلور او معین علي یوه ویکټ واخیسته.

انګلستان د ۱۵۵ منډو هدف په ۱۹.۴ اورونو د د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې له ډلې یې جیسن رای ۶۴، ډیویډ میلان ۳۱ او مورګن ۲۱ منډې وکړې. د پاکستان لخوا محمد حفیظ درې، شاداب خان او عماد وسیم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دې سره انګلستان د ۲-۱ پر وړاندې لوبلړۍ وګټله، چې د لوبې غوره لوبغاړی جیسن رای وټاکل شو او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه لیام لیوینګسټون ته ور کړل شوه.

دا هم ولولئ

پاکستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

محمد حفیظ په ۴ اورونو کې د ۶ منډو په ورکړې یو لوبغاړی وسوځاوه او …