کورپاڼه / جالب / هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او د اوزې، سیرلي، مېږې، پسه، غوا، غوایي، مېښې، کټي، اوښ او اوښې په حلالولو سره قرلاني کوي.

خو د یمن اوسیدونکې د اوږدو جنګونو په سبب په دومره بد وضیعت کې قرار لري، چې سږ کال یې په لوی اختر کې د چرګانو په قربانۍ کولو مجبور شول.

د ۲۴ تلویزون د راپور له مخې ویل کېږي چې د یمن د تعیز ښار له اوږدې مودې د حوثي یاغیانو تر محاصرې لاندې دی. د تعیز اوسیدونکی فضل الصبي وایي چې د لوی په ورځ یې دوه چرګان ددې لپاره واخیستل ترڅو قرباني یې کړي.

فضل الصبي د شپږو ماشومانو پلار دی او د یو مزدور په توګه کار کوي، هغه په ورځني ډول یوازې دوه ډالر ګټي. فضل وایي چې سږ کال د غټ څاروي د قرباني کولو توان نه لري او په یمن کې ډېر خلک په همدې حالت کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو له لورې د یمن وضیعت د نړۍ ترټولو ناوړه انساني بحران ګڼل شوی او هلته خلک له ډېر فقر څخه خپل ژوند له لاسه ور کوي. تعز له ۲۰۱۴ راهیسې جنګونو ډېر اغېزمن کړی او له هماغه راهیسې محاصره دی.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …