کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ټوله نړۍ کې پرون، خو پاکستان کې نن (لوی اختر) لمانځل کېږي
د قربانۍ څاروی

ټوله نړۍ کې پرون، خو پاکستان کې نن (لوی اختر) لمانځل کېږي

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې پرون د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، چې مسلمانانو ولمانځه، خو په پاکستان کې بیا نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، چې نن د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي. خو په نوره نړۍ کې بیا نن د لوی اختر دویمه ورځ ده.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په اړه ویل کېږي، چې هغه د نتیاګلي په سیمه کې لوی اختر لمانځي، دا ځای بیا د چکر ځای دی چې د دغه هېواد لومړی وزیر د اختر په ورځو کې ورځي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان هر ځل له سعودي عربستان او نورې نړۍ څخه یوه ورځ وروسته اختر لمانځي، په داسې حال کې چې په لوی اختر کې د عرفې ورځ او د حج مراسم هم ترسره کېږي، خو پاکستان دا اختر یوه ورځ وروسته لمانځي.

تېر کوچنی اختر بیا په لومړي ځل پاکستان له سعودي عربستان سره لمانځلی و، خو لوی اختر یې بیا د تېر په څېر یوه ورځ وروسته کړ.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …