کورپاڼه / ليکنې / درې هغه اصول چې ماشومانو مو هوښیاروي

درې هغه اصول چې ماشومانو مو هوښیاروي

نن ورځ د دریو هغه اصولو په اړه خبرې لرو، که چېرته والدین او استادان پرې عمل وکړي نو ماشومان مو هوښیاروي.

په ستاینه کې کنجوسي مه کوئ:

هغه ماشومان په هره کړنه او عمل ستایل کېږي، هغوی د هڅونې په مرسته په ځان باور پیدا کوي. کله چې ماشوم د ریاضي کومه پوښتنه حل کړي او ځواب یې هم غلط وي نو بیا یې هم باید ستاینه وشي. دا ورته مه وایئ چې غلطي مو وکړه بلکې ورته ووایئ چې دا به په زړه پورې وي چې بیا یې حل کړو.

کله چې ماشوم وهڅول شي او ستاینه یې وشي نو هغوی به په ډېرې خوښۍ سره بیا بیا کار وکړي او د ملامتیا، شرم او سر ټیټۍ احساس به ونه کړي.

له یو بل سره یې مه پرتله کوئ:

هغه ماشومان چې یوازې له خپل ځان سره پرتله کېږي، هغوی ډېر نرم طبیعته او له بعض او کېنې څخه پاک وي. والدینو ته پکار ده چې هغوی دې له چاسره نه پرتله کېږي، بلکې دا ورته ووایئ چې هغوی د ځانګړي ذهن او شخصیت خاوندان دي. که چېرته له نورو سره پرتله شي نو د شرم او کمترۍ احساس کوي.

ماشومانو ښه فکرونه او کلمې ووایئ:

دا یوه داسې مهمه مرحله ده کله چې ماشوم ترې تېر شي نو هیڅکله به ناکام نه شي. کله چې ماشوم کوم کار کوي نو هغوی ته خپل مثبت فکرونه ووایئ. د هر څه په اړه روښانه وضاحت ور کړئ او په دې ډول یې په طبیعت او خبرو کې مثبت بدلون راولئ.

دا هم ولولئ

د لاسونو جوړښت مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

لاسونه او پښې د انسان د بدن هغه برخې دي، چې په علمي ژبه ورته …