کورپاڼه / د لوبو راپورونه / استرالیا په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ور کړه

استرالیا په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ور کړه

استرالیا په لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو په ستر توپیر ماتې ور کړه او لوبلړۍ یې په بریا سره پیل کړه.

دغه لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په بارباډوس کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه د استرالیا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دا چې ۴۹ اورونو ته راښکته شوې وه، استرالیا ور پکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۲ منډې وکړې او کوربه لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې ایلیکس کیری ۶۷، اشټون ټرنر ۴۹ منډې وکړې او د ویسټ انډیز لخوا هیډن واش ترټولو ښه وځلیده او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د ۱۲۳ منډو هدف ۱۲۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې په ۲۶.۲ اور وسوځېدل، چې له ډلې یې کرن فولارډ ۵۶ منډې وکړې او د استرالیا لخوا میچل سټارک پنځه او هزلووډ درې لوبغاړي وسوځول.

په دې سره استرالیا د یوه ورځنیو لوبو پیل په بریا سره وکړ او د لوبې غوره لوبغاړی میچل سټارک وټاکل شو.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …