کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: تېرو ۵ کلونو کې مې یوازې ۲۵ ورځې کور کې تېرې کړي
راشد خان ۲۵ مۍ

راشد خان: تېرو ۵ کلونو کې مې یوازې ۲۵ ورځې کور کې تېرې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان نن سبا د کرکټ په نړۍ په نړیواله کچه یو مشهور نوم دی، چې د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی هم و، نوموړی پنځه کاله مخکې نړیوال کرکټ ته راغلی او د نړۍ په هر ستر تجارتي لیګ کې ځلېدلی دی.

هغه چې د نړۍ په هر ستر تجارتي لیګ کې یې نوم ګټلی دی، له افغانستان او خپلې کورنۍ څخه ډېر لیرې دی، هغه وايي چې په تېرو ۵ کلونو کې یې یوازې ۲۵ ورځې په خپل کور کې تېرې کړې دي.

راشد خان چې د برېتانیې د ګارجین ورځپاڼې سره مرکه کوله، په خپلو خبرو کې یې وویل، ما دا فرصت نه دی ترلاسه کړی چې خپلې لاسته راوړنې د خپلې کورنۍ سره ولمانځم، ځکه چې زه ډېر مصروفه یم.

هغه وویل، زه ډېر وخت خپلې لاسته راوړنې هېرې کړم چې دا کله کله دردونکې هم وي. زه ډېر وخت نه لرم چې له خپلې کورنۍ سره یې تېر کړم، خو په ورته وخت کې بیا زه سخته مبارزه هم کوم، تر څو په خپل کیریر کې لا ډېر پرمختګ وکړم.

د یادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال هم په انګلستان کې دی، چېرته چې هغه په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي او له هغه وروسته به بیا په دي هنډریډ سیالیو کې برخه واخلي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …