کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوید امیرخېل مینوالو ته اختریزه ډالۍ وړاندې کړه

جاوید امیرخېل مینوالو ته اختریزه ډالۍ وړاندې کړه

د هیواد نامتو او خوږ ژبی سندر غاړي چې تل یې د خپل هنر پرمټ په زړونو کې لارې کړي او د وېده فکرونو په بیدارولو کې مهم رول لوبولی، دا ځل یې خپلو مینوالو ته اختریزه ډالۍ ورانډې کړې.

جاوید امیرخېل تېره ورځ پخپله فیسبوکپاڼه ټولو هیوادوالو د اختر مبارکي ور کړه، خو دا مبارکي تشه مبارکي نه بلکې اختریزه ډالۍ هم ورسره وه.

نوموړي د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د (جمالو) په نوم ولسي او فلکلوریکه سندره وړاندې کړې او ویلي یې دي چې دغه کلیواله سندره یې له زاویې میډیا څخه اورېدلی او کتلی شئ.

دغه راز امیرخېل لیکلي دي چې:((زموږ موخه په ادبي، حماسي او ولسي برخو کې کار کول)) هغه هنر د خلکو حق ګڼي او په همدې اساس د خلکو او ولسونو غوښتنې په نظر کې نیسي.

نوموړی زیاتوي:((د ادب ترڅنګ باید ولسي رنګونو ته هم درناوی وشي، ترڅو هنر او کلتور لا پسې غني شي.)) هغه هیله کړې چې په دې سندره یې نېوکې ونشي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …