کورپاڼه / هنر او کلتور / فاطمه ثناء شیخ ته:((تاسې له عامر خان سره څه وخت واده کوئ؟))

فاطمه ثناء شیخ ته:((تاسې له عامر خان سره څه وخت واده کوئ؟))

د بالیووډ د نوموتي اداکار عامر خان او کرن راو له طلاق وروسته په ټولنیزو رسنیو له اداکارې فاطمې ثناء شیخ څخه پوښتنه کېږي، چې هغه له عامر خان سره څه وخت واده کوي.

فاطمې ثناء شیخ پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام، چې تل فعاله وي، خپل نوي تصویرونو پورته کړي. که له یوې خوا د هغې په تصویرونو مثبتې تبصرې کېږي، بل لوري ته ځینو کسانو بیا د هغې او عامر خان د واده بحث هم راپورته کړی.

د کاشف په نوم یو شخص پوښتنه کړې چې:((تاسې له عامر خان سره کله واده کوئ؟)) یو بل په مسخره کوونکې ډول پوښتنه کړې چې:((ته او کاکا (عامر خان) کله واده کوئ؟))

د کمار په نوم یو بل شخص بیا ویلي چې هغه د فاطمه ثناء شیخ او عامر خام واده په بې صبرۍ سره په تمه دی.

د یادولو وړ ده چې عامر خان څه موده وړاندې له کرن راو سره له شپاړس کلن ګډ ژوند وروسته لارې بېلې کړې او په یو ګډ بیان کې وویل چې د دوی دغه پرېکړه د نوي سفر پیل ګڼي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …