کورپاڼه / روغتيا / د خوږو شیانو د استعمال زیانونه او د پرېښودو ګټې یې

د خوږو شیانو د استعمال زیانونه او د پرېښودو ګټې یې

په عام ډول له خوراک وروسته خواږه شیان خوړل سنت دي، خو که چېرته د خوږو شیانو استعمال له حده ډېر شي نو پر روغتیا منفي اغېزې کوي، نو اړینه ده چې د خوږو شیانو په استعمال کې له اعتدال څخه کار واخلو.

که چېرته له ژوند څخه خواږه ویستل شي نو په باوري توګه ویلی شو چې ژوند به پیکه شي، خو پر روعتیا بې شمېره طبي اغېزې هم کوي چې په هغې بدن خپل جوړښت ته راتلل، په شریانونو کې د وینې رواني برقراره ساتل، د شکر څخه خوندیتوب، ځوان پاتې کېدل، پر مخ د ګونځو مخنیوی او نور شامل دي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته په ډېره اندازه خواږه استعمال شي نو د ذهني فشار سبب کېږي او که چېرته ترک کړل شي نو د بدن وزن ورسره کمښت مومي او وازده هم اوبه کېږي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي که چېرته خواږه شیان پرېښود نو بدن به له سوخت او سوي څخه وژغورل شي او ترڅنګ به د نزلې، زکام او تبې خطر کم شي. د حساسیت او ساه لنډۍ به په امان یو او د لوړ فشار او د زړه د حملې مخنیوی هم کوي.

خواږه شیان د غاښونو د خرابېدو سبب کېږي او په آرامه خوب کې خلل رامنځته کوي، ځکه چې که چېرته له وېده کېدو وړاندې خواږه وخوړل شي نو د شکر کچه ټیټېږي او د ډېر خوله کېدو سبب کېږي خو که چېرته ترک شي نو له دریو تر څلورو ورځو پورې د خوب معیار ښه شي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …