کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ لومړنی الوتونکی موټر سایکل جوړ شو

د نړۍ لومړنی الوتونکی موټر سایکل جوړ شو

په سلواکیه کې د الوتونکې موټر له بریالي ازمایښي الوتنې وروسته په کیلیفورنیا کې د نړۍ لومړنی الوتونکی موټر هم د وروستیو ازمایښتونو لاندې دی او له دې وروسته به حقیقي شکل غوره کړي.

د الوتونکې موټر سایکل جوړونکی ډیویډ میمان یو ډېر ښه هوا باز دی او د لاس اینجلس د (ورټیکل ټیک اف لینډنګ ادارې بنسټ ایښودونکی او رییس دی.

دغه لومړنی الوتونکی موټر سایکل چې (سپیډ سټار) نومېږي، چې اوس د ازمایښتي پړاوونو څخه تېرېږي. ډیویډ میمان دغه موټر سایکل د خپل شرکت کارنامه ګڼلې ده.

راپورونو وایي چې دا موټر سایکل درې سوه، اتیا زره ډاکتر قیمت لري او د الوتنې پخپل سیده کېږي او ددې لپاره د سټیبلایزر او جایرو سکوپ له ټیکنالوژۍ ګټه پورته شوې ده.

دا موټر سایکل د جیټ ټرباین ماشین په مرسته الوتنه کوي او په ساعت کې تر ۱۵۰ کیلو میترو په سرعت سره الوتنه کولی شي او تر شل دقیقو پورې د پنځلس زره فوټو په لوړوالی الوت کولی شي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …