کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې پرېښودل یې دماغو ته پیاوړتیا ورکوي

هغه عادتونه چې پرېښودل یې دماغو ته پیاوړتیا ورکوي

د یو عادت خپلول دومره وخت نه غواړي پرېښودل یې شاید میاشتې څه چې کلونه وخت غواړي، چې بیا پر روغتیا منفي اغېزې کوي. نن ورځ د یو څو هغه عادتونو په اړه خبرې کوو چې دماغ زړوي.

لومړی: لومړنی عادت چې دماغ زړوي هغه عیر متحرک اوسېدل دي، یعنې تر ډېره پورې کېناستل پر روغتیا منفي اغېزې کوي. هغه کسان چې دفتري کارونه کوي او ورزش نه کوي ممکن هغوی په الزایمر یا د هېرولو په ناروغۍ اخته شي.

دویم: ډېر شمېر د خپل مصروفه ژوند په سبب خوب کولو ته ترجیح نه ورکوي، چې بیا د خوب له ستونزو سره مخ کېږي. لکه څنګه چې خوب د بدني روغتیا لپاره ډېر ګټور همدغسې پر دماغو هم مثبتې اغېزې کوي او د الزایمر په څېر د ناروغیو سبب کېږي.

دریم: هغه کسان چې له بازاري خوراکونو لکه برګر، چیپس او نورو څخه ګټه پورته کوي. د هغوی د دماغو هغه برخه ډېره کوچنۍ وي چې په زده کولو او یادولو پورې تړاو لري. دغه راز ډېر خوراک کول دماغ اغېزمنوي.

څلورم: هغه څوک چې سګریټ څکوي یا د سګریټ څکولو ناوړه عادت لري، د هغوی حافظه یو څه اغېزمنه وي او د الزایمر او د زړه د ناروغیو خطر یې یو په دوه کېږي او د شکر او فشار د ناروغیو لامل کېږي.

پنځم: هغه کسان چې د موسیقۍ یا سندرو د اورېدو لپاره غوږۍ استعمالوي، نو معلومه خبره ده چې پر ماغو به یې اغېزې کوي نو باید ووایم چې په لوړ غږ د موسیقۍ اورېدل دماغ اغېزمنوي او د الزایمر په څېر د ناروغیو لامل کېږي.

شپږم: څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې ډېر ملګري لري هغوی د نورو په پرتله ډېر خوښ او خوشحاله وي او دماغي وړتیاوې هم ډېرې وي خو هغه چې تر ډېره یوازې وي نو یوازیتوب یې پر دماغو اغېزې کوي. دغه راز ذهني فشار هم یو له هغه عواملو څخه دی چې دماغ اغېزمنوي او کېنه، حسد، بغص او دښمني هم پر دماغو تاثیر غورځوي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …