کورپاڼه / روغتيا / د یو ښه او آرامه خوب لپاره باید څه وکړو؟

د یو ښه او آرامه خوب لپاره باید څه وکړو؟

یو ښه او بشپړ خوب کول زموږ په خوراکي توکو په ځانګړې توګه د شپې خوراک او دماغي روغتیا پورې اړه لري. نو که چېرته غواړئ چې یو آرامه خوب وکړئ نو اړینه ده ده چې له هر څه وړاندې خپل خوراک ته پام وکړئ.

لکه څنګه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کورونا وایروس او ګرځبندیز په سبب ډېر شمېر خلک په کور کې پاتې شوي، چې همدې حالت یې د خوراک، څښاک او د خوب په وختونو کې تر ډېره حده بدلون راوستی دی.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له وبایي ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره اړینه ده چې یو آرامه او بشپړ خوب وکړو. دوی وایي چې هره ورځ باید لږ تر لږه دیرش دقیقې ورزش وشي او له وېدو دمخه باید څه ونه خوړل شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له خوب وړاندې د چاکلیټو خوړل د زړه درزا تېزوي او په همدې سبب په خوب کې خلل رامنځته کېږي، نو له وېده کېدو څخه دمخه باید تر څلورو ساعتونو پورې خوراک ونه کړو.

د ګرځبندیز په سبب لکه څنګه چې د وخته خوراک او پخلي عادت جوړ شوی دی، د شپې پرمهال که چېرته مو زړه خوراک ته ولمسولئ نو هڅه وکړئ چې له دماغو ګټه واخلئ او هغه څه وخورئ چې پر بدن مو بوج نه شي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …