کورپاڼه / جالب / آیا غواړئ چې د نړۍ لوړ بیه ایسکریم وخورئ؟ ۸۴۰ ډالر قیمت لري

آیا غواړئ چې د نړۍ لوړ بیه ایسکریم وخورئ؟ ۸۴۰ ډالر قیمت لري

د نړۍ له لوړ بیه برګر او چیپسو وروسته اوسمهال د زعفرانو او نورو توکو څخه جوړ شوی د (بلیک ډایمنډ) په نوم ایسکریم خرڅلاو ته وړاندې شوی دی.

بلیک ډایمنډ د عادي ایسکریمو په څېر ایسکریم نه دی، بلکې دغه ایسکریم له څلرویشت قیراطه سرو، زعفرانو او نورو توکو څخه جوړ شوی، چې په یوه ښه غوره پیاله کې پیرېدونکې ته ور کول کېږي او ۸۴۰ ډالر قیمت لري.

پر ټولنیزو رسنیو د یو شخص له لورې یوه ویډیو خپره شوې، چې په هغې کې د بلیک ډایمنډ ایسکریم ستاینه کېږي او خلک پرې تبصرې هم کوي.

په تبصرو کې ډېرو خلکو د بلیک ډایمنډ اخیستل د پیسو بربادي ګڼلې او ویلي یې دي چې په دې روپیو پانګونه هم کېدلی شي، یو شخص بیا ویلي چې په دې روپیو ساحت هم کېدلی شي.

د نړۍ د لوړ بیه او ځانګړي ایسکریم څخه پرته د  ۲۳ قیراطو په استعمال سره کافي هم تیاره شوې ده او دواړه په دوبۍ کې له یو ریستورانت څخه ترلاسه کولی شئ.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …